اروپا کې د تودوخې څپه؛ هسپانيا کې تر دې دمه څه باندې ۵۰۰ تنه مړه شوي

0
163

راپورونه وايي چې اروپايي هېوادونو کې لا هم د تودوخې څپه مخ په پراخېدو ده.

د هسپانيا لومړي وزير ويلي چې تر دې دمه څه باندې ۵۰۰ تنه د هوا تودوخې له امله په دې هېواد کې مړه شوي دي.

په امریکا کې د تودوخي درجه په بېسارې توګه لوړه شوې ده

په برېټانیا کې د هوا د بې مخینې ګرمېدو راپورونه ورکړل شوي دي

د راپورونو له مخې په اروپايي هېوادونو او په ځانګړي ډول هسپانيې، فرانسې، پرتګال او انګلستان کې له يوې اونۍ راهيسې د هوا تودوخه په بې مخينې توګه ډېره شوې ده.

د کارپوهانو په وينا، د ځمکې په ګرمېدو سره د ګرمۍ څپې شديدې او اوږدې شوې دي.

Leave a reply