هلمند او زابل کې د نس ناستي ناروغي مخ په ډېرېدو ده

0
132

د هلمند او زابل په بېلابېلو ولسواليو کې د نس ناستي يا کولرا ناروغۍ خپرېدل مخ په ډېرېدو دي.

د زابل ولايت د روغتيا رئيس رسنيو ته په خبرو کې ويلي، چې د کافي امکاناتو نشتون او د خلکو ناسم پوهاوی د دې سبب شوی چې د دې وژونکې ناروغۍ خپرېدل ډېر شي.

⭕️ څنګه د کولرا د مرګوني ناروغۍ څخه ځانونه او کورنی وساتو؟  

د راپورونو له مخې په افغانستان کې د دې ناروغۍ ډېری قربانيان ماشومان دي.

کولرا له اوبو سره تړلې ناروغي ده، چې د ککړو خوړو او اوبو له لارې بدن ته دا باکتریا ننوځي او انسان له يو ډول شديد درد سره مخامخوي.

Leave a reply