⭕️ څنګه د کولرا د مرګوني ناروغۍ څخه ځانونه او کورنی وساتو؟

⭕️ څنګه د کولرا د مرګوني ناروغۍ څخه ځانونه او کورنی وساتو؟
باغي ټي وي:
🔴 له فِلټر شوو او یا جوش شوو اوبو څخه استفاده وکړی ځکه د کولرا یو غټ لامل چټلي او ناپاکه اوبه دي . له خامو یا نیمه پخو شوو خوړو له خوړولو څخه ځان وساتئ .
🔴 له خوړو څخه مخکي مو خپل او د ماشومانو لاسونه په صابون ووینځئ . ماشومانو ته اجازه مه ورکوئ ترڅو په دي ګرمه هوا او چټلو ځایو کي لوبي وکړي .
🔴 هڅه وکړئ په ښار کي د رانیول شوو لبنیاتو څخه زیاته استفاده ونه کړی .
📢 نوټ : که د شدیدو اِسهالاتو او اِستفراقاتو سره مخ شوی ياست ، ژر تر ژره نژدي روغتیایي مرکز ته ځانونه ورسوئ . کولرا کولی شي تاسي په لس ساعته کي د مرګ سره مخ کړي .
📢 پر خپل ځانونو او ماشومانو مو پام وکړی!
لیکنه راضیه مفیضه






