د عمران خان د بریت پریکړه په اسلام آباد هایی کورټ کښې چیلنج شوې

0
82

باغی ټي وي رپورټ
وفاقي حکومت په پارليمنټ بريد کېس کې د پخواني وزيراعظم عمران خان د بريت په ضد اسلام اباد هائي کورټ کې درخواست دائر کړی دی .

وفاق د اسلام آباد د ایڈووکیټ جنرل په ذریعه د عمران خان د بریت په ضد اپیل دائر کړی دی.

د وفاق لخوا جمع کړې شوې درخواست کې د پي ټي ائي چئیرمین عمران خان د بریت د لغوه کیدو غوښتنه شوې او ویلي یې دي چې د ترهګرۍ ضد عدالت پریکړه د قانون خلاف ده.
درخواست کښې وئيلي شوي دي چې عدالت د عمران خان د مقدمې په عجلت کښې فيصله کړې ده نو پکار ده چې د عمران خان د جرم ډير اسناد او ويډيوګانې ريکارډ کښې موجودې دي۔

وفاق په درخواست کې استدلال کړی چې عدالت د عیني شاهدانو بیانونو ته په پام سره عمران خان ته برائت ورکړی او حکومتي وکیلانو د قانون خلاف د عمران خان د بري ملاتړ کړی.

ياده دې وي چې د ترهګرۍ ضد عدالت د ۲۰۲۰م کال د اکتوبر پر ۲۹مه عمران خان په پارليمنټ بريد کېس کې بري کړی وو.

نور خبرونه

پاکستان د اقتصادي مشکلاتو څخه د ویستلو لار هواره شوې ده: وزیراعظم شهباز شریف

آیی ایم ایف ته د تیلو په نرخ کښې کمي کولو باندې کوم اعتراض نشته:د خزانې وفاقي وزیر

Leave a reply