پاکستان د اقتصادي مشکلاتو څخه د ویستلو لار هواره شوې ده: وزیراعظم شهباز شریف

0
74

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چي د پيسو نړيوال فنډ ( آئي ايم ايف) سره معاهدې پاکستان ته د اقتصادي مشکلاتو نه د وتلو لار هواره کړې ده۔

وزيراعظم شهباز شريف آئي ايم ايف سره معاهدې بحالولو کښې د خزانې وزير مفتاح اسماعيل د کوششونو ستائنه کړې ده۔

شهباز شريف وئيلي دي چې هغه د معاهدې بحالولو لپاره د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري په مشرۍ د خارجه وزارت د کوششونو هم ستائنه کوي۔
هغه زیاته کړه چې له IMF سره د تړون بیا پیل د ښه ټیم کار یوه ښه بیلګه ده.

وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چي د آئي ايم ايف سره معاهدې پاکستان ته د اقتصادي مشکلاتو نه د وتلو لار هواره کړې ده۔

ياده دې وي چې د پاکستان او آئي اېم اېف ترمينځه د تېرو څو اوونيو راهسې کاميابه خبرو اترو وروستو د دواړو خواو ترمينځه يو اتفاق شوې دې۔
د معاهدې په نتيجه كښې به اېم اېم اېم پاكستان ته د 1.17 اربه روپو قرضې وركوي خو پاكستان به په بجټ كښې وركړې شوې پاليسۍ په سختۍ سره عملي كوي او د بدعنواني مخنيوى به كوي۔

Leave a reply