آیی ایم ایف ته د تیلو په نرخ کښې کمي کولو باندې کوم اعتراض نشته:د خزانې وفاقي وزیر

0
85

باغی ټي وي رپورټ
د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې نن به پټرول ارزانه شي او آئي ايم ايف ته په دې اړه هيڅ اعتراض نه دې۔

اسلام آباد کښې ميډيا سره خبرو کښې مفتاح اسماعيل اوويل چې د پنځلسم جولائي نه به د پټرول سستي کولو انتظار نه کيږي، نن به پټروليم مصنوعات سستي کيږي، وزيراعظم غواړي چې اولس ته فوري امداد ورکړي۔ده ووئيل د پټرولو په نرخونو كښې د كمې سمري ترلاسه شوې ده او آئي اېم اېف په دې لړ كښې كوم اعتراض نه لري۔

د خزانې وزير د آئي اېم اېف سره د معاهدې په اړه ولس ته مبارکي وويله، ولس په سختو پرېکړو کې د شهباز شريف تر څنګ ولاړ دی، ولسونه په سختو حالاتو کې دي او پاکستاني ولس په بحرانونو پوهېږي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې ولس ته له دې مشکله وروسته راحت او اسانتیاوې ورکړل شي.
دا خبره د یادونې ده چې په نړیوال بازار کې د تیلو د بیو د راټیټیدو له امله په هیواد کې د پټرولو بیه تر لسو روپیو پورې د فی لیټر کمیدو امکان دی.د پټروليم ډويژن د سرچينو ترمخه د پټرولو په نرخ کې لس روپۍ او د ډيزلو په نرخ کې ٢٥ روپۍ في ليټر کمى کيدى شي.

سرچينې زياته کړې چې د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې سمدستي کمي به د وفاقي کابينې منظوري غواړي او د کابينې له منظورۍ پرته به د جولايي له 16مې نېټې مخکې په نرخونو کې کمي نه شي کولى.

Leave a reply