پاکستان مسلم لیګ ن د پخوانی نیب مشر په ضد د پلټنو پیل کولو اعلان کړې

0
95

باغی ټي وي رپورټ
مسلم لیگ (ن) د نېب پخواني مشر او د لادرکه کسانو کمېشن مشر جسټس (ر) جاوید اقبال خلاف د تحریک انصاف د مقدمو بندولو لپاره د جنسي ځورونې او بلیک میل کولو تورونه لګولي دي او دده په ضد ی د پلټنو کولو اعلان کړې دې.

جیو نیوز سره په یوه ځانګړې ټرانسمیشن کې د مسلم لیګ (ن) مشر رانا مشهود وویل په دې کې هیڅ شک نشته چې د نیب پخوانی مشر جسټس (ر) جاوید اقبال د خپلو مقاصدو لپاره استعمال شوی دی.
رانا مشهود اوويل چې د نيب پخواني چيئرمين خلاف د جنسي ځورونې او بليک ميلنګ کيسونه به په مکمله توګه وڅېړل شي، داسې کس په هيڅ عهده د ساتلو لائق نه دې.
ياده دي وي چي طيبه ګل د پبلک اکاونټس کميټي اجلاس کښي د نيب پخواني چيئرمين جسټس (ر) جاويد اقبال او ډي جي نيب شهزاد سليم باندي د جنسي ځورنې تور لګولي وو ، بل اړخ ته ډي جي نيب شهزاد سليم طیبه ګل ته د سل ميليونو روپو نوټس استولي دې.
دا خبره هم مهمه ده چې طیبه ګل چې د نیب پر پخواني مشر جاوید اقبال یې د جنسي ځورونې تور لګولی وو په خپل یو بیان کښې ویلي وو چې پخواني لومړي وزیر عمران خان زما د ویډیوګانو له ترلاسه کولو وروسته خپله دوسیه په نېب کې بنده کړه.

نور خبرونه

عمران خان زما ویډیوګانې ترلاسه کړې او خپله دوسیه ی په نیب کښې بنده کړه: طیبه ګل

طیبه ګل په پخواني وزیراعظم تورونه لګولي دي

Leave a reply