طیبه ګل په پخواني وزیراعظم تورونه لګولي دي

فایل فوټو: طیبه ګل
باغی ټي وي رپورټ
طیبه ګل د نیب په پخواني مشر د ځورونې تور لګولو سره وویل چې هغه او د هغې میړه د دوی د خوښې خلاف 45 ورځې په وزیر اعظم هاؤس کې ساتل شوي او د دوی ګرځنده تلیفونونه هم ترې اخیستل شوي دي.
د جيو نيوز پروګرام نوي پاکستان کښې د خبرو په مهال طيبه ګل وويل چې د خپلو تورونو ټول ثبوتونه يې پبلک اکاؤنټس کميټۍ ته سپارلي دي، که نور ثبوتونه اوغوښتل شي نو هم وړاندې به ی کړم.
له شاهزيب خانزاده سره په خپرونه کښې د طيبه ګل نور حقايق هم رابرسېره کړي دي.
هغې وویل چې په ویډیو کې د ځورونې تورونه ریښتیا ثابت شول چې وروسته د حکومت پر ضد دوسیې پای ته ورسیدې او د مخالفینو پر ضد دوسیې زیاتې شوې.
د یادونې ده چې طیبه ګل چې د نیب پر پخواني مشر جاوید اقبال یې د جنسي ځورونې تور لګولی وو په خپل یو بیان کښې ویلي وو چې پخواني لومړي وزیر عمران خان زما د ویډیوګانو له ترلاسه کولو وروسته خپله دوسیه په نېب کې بنده کړه.
شاهزيب خانزاده سره د جيو نيوز پروګرام سره خبرو کښې طیبه ګل د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان تورن کړ او ويې ويل چې پخواني وزيراعظم د هغه ويډيوګانې ترلاسه کړې او په نيب کښې يې مقدمه بنده کړې ده او ما ته يې د انصاف ورکولو وعده کړ وه ، هغې اوویل چې تر یوې نیمې میاشتې لپاره ی د وزیراعظم په ماڼۍ کې وساتلم.
په دې اړه نور خبرونه
عمران خان زما ویډیوګانې ترلاسه کړې او خپله دوسیه ی په نیب کښې بنده کړه: طیبه ګل






