عمران خان زما ویډیوګانې ترلاسه کړې او خپله دوسیه ی په نیب کښې بنده کړه: طیبه ګل

باغی ټي وي رپورټ
طیبه ګل چې د نیب پر پخواني مشر جاوید اقبال یې د جنسي ځورونې تور لګولی، ویلي چې پخواني لومړي وزیر عمران خان زما د ویډیوګانو له ترلاسه کولو وروسته خپله دوسیه په نېب کې بنده کړه.

شاهزيب خانزاده سره د جيو نيوز پروګرام سره خبرو کښې طیبه ګل د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان تورن کړو او ويې ويل چې پخواني وزيراعظم د هغه ويډيوګانې ترلاسه کړې او په نيب کښې يې مقدمه بنده کړه. هغې اوویل چې ما سره يې د انصاف وعده کړه وه او د یوې نیمې میاشتې لپاره ی د وزیراعظم په مانې کښې وساتل.
طیبه ګل وايي چې کله یې د لومړي وزیر پر پورټل ی د جنسي ځورونې شکایت وکړ، نو د لومړي وزیر سکرتر اعظم خان او طاهراې خان ما ته ټیلیفون وکړ او له ما یې وغوښتل چې ویډیوګانې ورکړم، یوه یا دوه ورځې وروسته دا ویډیوګانې په تلویزیون کې خپرې شوې، هغې اوویل چې ویډیوګانې زما له اجازې پرته خپرې شوي، زما انکار خبرو هم خپور شو، په دې باندې مااحتجاج هم وکړو.

طیبه ووئيل چې د جاويد اقبال د جنسي ځورنې قرباني شوې نورې زنانه هم زما سره په رابطه كښې دي، هغې ووئيل چې د پبلك اکاؤنټس كمېټۍ چيئرمېن نور عالم باندې هم د نيب لخوا د طيبې ګل د نه بللو لپاره ډېر فشار وو۔

دې ووئيل چې جاوېد اقبال اوس هم د لادرکه شويو كسانو كمېشن مشر دى، كه په بل هېواد كې وى نو جېل ته به تللى واى.
طیبه ګل د عمران خان او جاوید اقبال نه علاوه د یو شمیر نورو کردارونو نومونه هم یاد کړل او ویې ویل چې د نیب لاهور د ډائریکټر جنرل شهزاد سلیم په وړاندې زما لوپټه اوغورځول شوه، زما جامې اوویستل شوې او زما ویډيو جوړه شوه چې وروسته خلقو ترې ګټه وکړه او زما خاوند ته ی اوښایی.


نور خبرونه

عایشه ګلالۍ د عمران خان په ضد د لوی ګام اخستلو پریکړه کړې

عمران ریاض خان یو خبریال که دهوکه او فراډ، د هغه په اړه ټول حقیقت راڅرګند شو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文