عایشه ګلالۍ د عمران خان په ضد د لوی ګام اخستلو پریکړه کړې

0
234

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف پخوانۍ قومي اسمبلۍ غړې عایشه ګلالي د عمران خان خلاف د مقدمې درج کولو درخواست جمع کړی دی.

عائشه ګلالي د عمران خان په ضد د پوليس سټيشن سيکرټريټ کښې د مقدمې درج کولو درخواست ورکړے دے۔

درخواست کې د پاکستان د پوځ خلاف د غدارۍ د مقدمې درج کولو غوښتنه شوې ده. پولیسو یو ابتدايي رپورټ درج کړی او درخواست یې ټګ کړی دی.

دا خبره هم مهمه ده چې د پاکستان تحريک انصاف پخوانۍ غړې عائشه ګلالي د پي ټي آئي چيرمين په ضد چيف جسټس آف پاکستان ته په ۲۷ جون لیک هم استولې دې.
عایشه ګلالۍ په خپل لیک کې لیکلي، چې پخوانی لومړی وزیر عمران خان د پوځ په ګډون د هېواد پر ادارو بې بنسټه تورونه لګوي، عمران خان د پاکستان پوځ په سیاست کې په راکاږلو سره کورنۍ جګړه غواړي.

عایشه ګلالي په لیک کې زیاته کړې، “عمران خان په پرله پسې ډول د بې طرفه کلمې په کارولو سره ادارو ته ګواښونه کوي، د پخواني لومړي وزیر عمران خان پر ضد دې د غدارۍ مقدمه درج شي.
یشه ګلالۍ په خپل لیک کې لیکلي، چې پخوانی لومړی وزیر عمران خان د پوځ په ګډون د هېواد پر ادارو بې بنسټه تورونه لګوي، عمران خان د پاکستان پوځ په سیاست کې په راکاږلو سره کورنۍ جګړه غواړي.

عایشه ګلالي په لیک کې زیاته کړې، “عمران خان په پرله پسې ډول د بې طرفه کلمې په کارولو سره ادارو ته ګواښونه کوي، د پخواني لومړي وزیر عمران خان پر ضد دې د غدارۍ مقدمه درج شي.

ياده دې وي چې د ۲۰۱۷م کال په اګست مياشت کې عائشه ګلالي په اسلام اباد کې د يوې خبري غونډې پر مهال له پي ټي ايي څخه د استعفی اعلان کولو پر مهال د ګوند په مشر عمران خان سخت تورونه ولګول او ويې ويل چې په ګوند کې د ميندو، خويندو او لوڼو عزتونه نه دې خوندي.
عایشه ګلالي په خپله یوه خبري غونډه کې دا دعوه هم کړې وه چې د عمران خان لخوا ورته نامناسب پیغامونه استول شوي وو چې وروسته عمران خان عایشه ګلالي د ګوند منحرفه غړې اعلان کړه او د هغې د اسمبلۍ غړیتوب د ختمولو لپاره یې د ټاکنو کمېشن ته هم مراجعه وکړه، خو اليکشن کمېشن د عمران خان دا غوښتنه رد کړې وه. وروسته عایشه ګلالي د خپل ګوند جوړولو اعلان وکړ.

Leave a reply