د پاکستان ټاکنو کمیشن د پنجاب ضمني ټاکنو په اړه مهم خبر خپور کړې

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د ټاکنو کمیشن خلقو ته خبردارۍ ورکړې چې دوی ګمراه نه شي
باغی ټي وي رپورټ
اليکشن کميشن وئيلي دي چي په پنجاب کښي د جولائي په 17مه نيټه کيدونکي ضمني ټولټاکنو په اړه پروپيګنډ کښي خلق ګمراه کيږي۔
د اليکشن کميشن وياند لخوا جاري شوي بيان کښي وئيلي شوي دي چي د پنجاب ضمني ټولټاکني د جولائي په 17مه نيټه په زړو حتمي انتخابي فهرستونو باندي کيږي او د انتخابي شيډول اعلان نه پس به ووټر ليسټ کښي کوم بدلون نه شي راوستلي۔
د ټاکنو کمېشن ویاند زیاته کړه، چې د ټاکنو مهالوېش له اعلان وروسته به هېڅ ډول رایه ثبت نه شي او نه هم وشمېرل شي. ویاند زیاته کړه چې د ټاکنو تر ترسره کېدو پورې د رای ورکوونکو په نوملړ کې بدلون نه شي راتلی.
د ټاکنو کمېسیون د ویاند په خبره، په رسنیو کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې په اړه څرګندونې بې بنسټه او د حقیقت خلاف دي او د تبلیغاتو له لارې خلک ګمراه کېږي.د پاکستان د ټاکنو کمېشن (ای سي پي) ویلي، چې د بنسټونو په همکارۍ د رڼو او سوله ییزو ټاکنو ترسره کېدو ته ژمن دی.
د یادونې ده چې تیره ورځ پخوانی وزیراعظم عمران خان د ټاکنو په کمیشن سخت تورونه لګولي دي او ویلي وو چې دا کمیشن د غلو او ډاکوانو د ګټې او ملاتړ پلوي دي چې په ځواب او غبرګون د پاکستان ډ ټاکنو کمیشن دا تورونه رد کړي وو او ویلی وو چې د عمران خان ددې بیانونو او تورونو په ضد به قانوني لاره خپله کړي.
نور خبرونه هم اوګورې
د پاکستان ټاکنو کمیشن د عمران خان تورونو ته سخت غبرګون ښودلې






