راتلونکې عامې ټاکنې، عمران خان بیا د درغلیو تورونه لګولي دي

0
65

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان یو ځل بیا په راتلونکو عامو انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه لګولي دي.

عمران خان په سوشل میډیا د یوې ویب پاڼې خبر په ریټویټ کولو سره لیکلي چې د پټان رپورټ یو ځل بیا ثابته کړه چې د بې شرمه متعصب او کنټرول شوي الیکشن کمیشن په شان دغه دوه جرمي مافیا کورنۍ د الیکټرانک ووټنګ د ماشینونو مخالفت ولې کوي؟

پخواني لومړي وزیر لیکلي، چې په پاکستان کې د درغلیو له ۱۶۳ طریقو څخه ۱۳۰ یې د الکترونیکي رایې اچونې ماشینونو له لارې له منځه وړلی شي.


د پي ټي ائي چئیرمین زیاته کړې چې زه ویره لرم چې د پی ډی ایم ګوندونه چې د کلونو راهیسې د درغلیو په هنر کې مهارت لري، نه دوی آزاد او منصفانه انتخابات غواړي او نه دلته اسټبلشمنټ آزادې ټاکنې غواړي.
دا خبره مهمه ده چې د ساهیوال په غونډه کښې عمران خان یو ځل بیا د ټاکنو په کمیشن تور لګولې وو چې دوی غواړي چې په راتلونکي ټاکنو کښې هم درغلي وکړي او دوی به ددې درغلیو مخه ونیسي، خان دا تور هم لګولې وو چې د ټاکنو کمیشن بې ضمیره شوې دې. د عمران خان دې تورونو ته د ټاکنو کمیشن سخت غبرګون ښودلې دې او ویلي ی دي چې دوی د قانون د لارې ددې ځواب ورکړي.

نورخبرونه

د پاکستان ټاکنو کمیشن د عمران خان تورونو ته سخت غبرګون ښودلې

Leave a reply