نیب کښې بدلون په سپریم کورټ کښې چیلنج کوو: عمران خان

باغی ټي وي رپورټ
عمران خان روانه اونۍ اعلان وکړ چې د ملي احتساب بیورو (نیب) ترمیم به په سپریم کورټ کې چیلنج کړي.
خپل ویډیويي بیان کې عمران خان ویلي د نېب په قوانینو کې بدلون د ملک سپکاوی دی، څوک چې د نیب ترمیم مني هغه دې جیلونو کې واچول شي، عمران خان زیاته کړه چې که ملک پرمختګ کول وي نو د انصاف حاکمیت ضروري دی، د انصاف څخه پرته ملک مخ په وړاندې نه ځي او تر څو چې په هیواد کې لوی جنایتکاران د قانون منګولو ته ونه سپارل شي نو دا ملک پرمختګ نه شي کولې.
عمران خان ویلي چې په اسمبلۍ کې چې څه وشول هغه له ملک سره ټوکه وه، سپکاوی یې وشو، چا چې د نیب ترمیم منظور کړ هغه دې د بې شرمۍ په خاطر زندان ته واچول شي.
عمران خان اوویل چې اومني ګروپ د آصف زرداري سره تړاو لري،هغه اوویل چې شهباز شریف او د هغه په زامنو د ۲۴ ملیارده روپو مقدمې دي.
عمران خان زیاته کړه چې قانون د ټولو لپاره وی نه چې د یو خاص ګروپ لپاره، هغه اوویل چې اومني ګروپ د اصف زرداري سره تړاو درلود، که زما عاید سل روپۍ وي او اثاثې یې ۲۰۰ روپۍ وي، نو زه باید ددې زیاتو اثاثو حساب ورکړم. عمران خان اوویل چې په نړۍ کې د سپین کالر جرم نیول ډیر یو ګران کار دی.
عمران خان اوویل چې مريم نواز په لندن کې د څلورو فليټونو اصلي مالکه ده، د مني لانډرنګ کيسونه يې له نېب څخه اخيستي او ايف آئي اے ته يې سپارلي دي، د نويو قوانينو له مخې به نېب او ايف آئي اے به د کورنيو چارو د وزير لاندې راشي، هغه اوویل چې په ټوله نړۍ کښې داسې قانون نه دې جوړ شوې کوم چې دې حکومت جوړ کړې دې.
عمران خان وویل چې دوی په هر موقع مونږ بلیک میل کوي، د ایف ای ټي ایف په قانون سازۍ کې له مونږ څخه د این آر او اخیستلو هره هڅه وشوه، هغه اوویل چې هم دې خلقو د FATF قانون سازۍ پر مهال له پارلمان څخه وتلي وو.
دا خبرونه هم اولولۍ
عمران خان ته د وژنې ګواښ، د پیښور سي ټي ډي خبردارۍ جاري کړې دې
وزیراعظم شهباز شریف هیله څرګنده کړې چې ملکي چارې به په ښه توګه مخ په وړاندې روانې شي






