عمران خان ته د وژنې ګواښ، د پیښور سي ټي ډي خبردارۍ جاري کړې دې

باغي ټي وي رپورټ
د ترهګرۍ ضد څانګې (CTD) د عمران خان د وژنې په اړه د ګواښ خبرداری خپور کړی او ویلي یې دي چې ترهګرو له افغانستان څخه یو قاتل ته دنده سپارلې او ممکن ده چې برید وکړي.
د تفصيلاتو ترمخه د خيبرپښتونخوا سي ټي ډي د تهریټ الرټ جاري کړي او وئيلي ئي دي چي ترهګر د پخواني وزيراعظم عمران خان د وژلو منصوبه بندي کوي۔
سرچینې دی نیوز ته ویلی چې ترهګرو یو افغان قاتل ګمارلی دې چې ممکن ده په عمران خان برید ترسره کړی.
په دې وروستيو ورځو کې د پي ټي ايي مشرانو اندېښنه څرګنده کړې وه چې د پخواني وزيراعظم د وژنې لپاره هدفي وژونکي ګمارل شوي دي.
د ياد شوي ګواښ د خبرداري متن په بېلابېلو فورمونو شريک شوى، چې له مخې يې يو افغان وژونکي ته د عمران خان د نښه کولو مسووليت ورکړل شوى، په داسې حال کې چې قاتل يې نورو ته سپارلى وو، ټولو اړوندو ادارو ته يې د نيولو لارښوونه شوې ده. د ګواښ د خبرتیا په پایله کې د پخواني لومړي وزیر د امنیت لپاره ټول ممکنه تدابیر نیول شوي دي.د خیبر پښتونخوا د پولیسو یوه لوړ پوړي افسر تایید کړه چې سي ټي ډي د جون په ۱۸ مه د ګواښ خبرداری ورکړی وو.
دا خبره په زده پورې ده چې د ګواښ خبرتیا کښې لیکل شوي دي چې دا باید پټ وساتل شي او په ټولنیزو رسنیو کې افشا نه شي.
دا خبرونه هم اوګورې
عمران خان ویلي چې امریکا د دۀ پر ګوښه کېدو یو میلیون ډالر ورکړي دي
د خیبر پښتونخوا صوبایی حکومت د پیښور پوهنتون فنډ د عمران خان په سیاسي فعالیتونو لګوي: ډاکټر اظهار






