عمران خان ویلي چې امریکا د دۀ پر ګوښه کېدو یو میلیون ډالر ورکړي دي
خان د ډونالډ لو په نامه امریکایي ډیپلوماټ د ده په برطرفه کولو کې ملامت بللی او زیاته کړې یې ده چې همدې ډونالډ لو ویلي وو چې په واک کې د عمران خان پاتې کېدل به پاکستان له نه جبرانېدونکو زیانونو سره مخ کړي.
(2022 / 6 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان پر امریکا تور پورې کړی دی چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې تر لېدنې وروسته د ده د بې باورۍ لپاره اقدامات پیل کړي دي.
فرانسې خبري اژانس د نوموړي له قوله ویلي چې امریکا یې د ګوند غړو ته یو میلیون ډالر بډې ورکړې دي څو د ده پر وړاندې په پارلمان کې رایه اچونه وکړي.
خان د ډونالډ لو په نامه امریکایي ډیپلوماټ د ده په برطرفه کولو کې ملامت بللی او زیاته کړې یې ده چې همدې ډونالډ لو ویلي وو چې په واک کې د عمران خان پاتې کېدل به پاکستان له نه جبرانېدونکو زیانونو سره مخ کړي.
د یادونې ده چې د پاکستان پوځ بیا د عمران خان تورونه ردوي او وایي چې عمران خان د خپلو ناکامو اقتصادي پالیسیو له امله له واکه ګوښه شوی دی.