وزیراعظم شهباز شریف هیله څرګنده کړې چې ملکي چارې به په ښه توګه مخ په وړاندې روانې شي

باغی ټي وي رپورټ
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې د وفاقي کابينې غونډه روانه ده چې پکښې د فنانشل ايکشن ټاسک فورس (اېف اے ټي ايف) په اړه خبرې اترې شوې دي۔
دسرچينو له مخې په دغه ليدنه کې وزيراعظم شهباز شريف دپوځ سرلښکر، خارجه وزارت اؤ ايف اے ټي ايف سيل ته مبارکي ورکړه.
سرچينې وائي وفاقي کابينې ته دجي ايس پي پلس دريځ په اړه هم بريفنګ ورکړل شو.
وزيراعظم د انډونيشيا نه د خوراکي تېلو په واردولو د صنعت وزير او ټيم ته مباركي وركړه۔
وزیراعظم شهباز شریف په دې موقع اوویل چې دغه بحران د خوراکي تېلو د کمښت له امله رامنځته شوى، نوموړي زیاته کړه چې د خوراکي تېلو د واردولو په اړه يې د انډونیشیا له ولسمشر سره خبرې کړې دي، د صنايعو او بهرنيو چارو وزارت چارواکو په دې برخه کې مهم رول لوبولى او زر به د خوراکي تیلو په اړه ټولې چارې مخ په وړاندې روانې شي.
دا خبرونه هم اولولۍ





