پي ټي آیی حکومت هم په نیب کښې بدلون کول غوښتل: وزیر دفاع

0
190

باغی ټي وي رپورټ
د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، د عمران خان حکومت د پیسو له نړیوال صندوق (آی ایم ایف) سره تړونونه کړي خو تر پایه یې عملي نه کړل.

د جيو پروګرام ‘کيپيټل ټاک’ کې د خبرو پر مهال خواجه اصف وويل، چې د تېر حکومت په شوې معاهده مو عمل کړی، د ايي اېم اېف ټول شرطونه منل شوي، د IMF مسله به په يوه نيمه ورځ کې هواره شي.
د دفاع وزیر خواجه اصف زیاته کړې، تېر حکومت دومره بې صلاحیته و چې د قانون جوړولو لپاره یې هم پوځ ته مداخله وکړه، عمران خان د خپل واک لپاره ځای تسلیم کړ، څوک یې په خېمه کې دننه راوست؟

خواجه اصف وويل خرم دستګير په بل تناظر کې خبرې کړي دي.
هغه وويل پي ټي ائي د فنانشل ايکشن ټاسک فورس (اېف اے ټي ايف) ډول غږوي.خواجه اصف ویلي، عمران خان د خپلې دورې پر مهال د نېب په قانون کې هم دا بدلونونه غوښتل.

پروګرام کښې د مسلم ليګ (ق) مشر مونس الهي وئيلي دي چې د نيب په قوانينو کښې بدلون هغه څه دي چې عمران خان غوښتل.

ده ووئيل د پي ټي آئي حكومت په تېرو څلورو كالو كښې د نېب قوانينو په اړه څلور ځله مونږ سره رابطه كړې٬ د پي ټي ائي حکومت پخپله د نيب په قوانينو کښې د ترميم غوښتنه کړې وه، الزام لګولوونکي ته پکار ده چې خپل جرم ثابت کړي، په غلطه تور لګولو ته هم سزا ورکول کيږي، د نيب په قوانينو کښې د ډپټي چيئرمېن لپاره گنجائش شته.

دا خبرونه هم اوګورې

نیب د وزیراعظم شهباز شریف د حاضرۍ د معافۍ درخواست مخالفت کړې دې

کراچۍ کښې د پي ټي آیی سندهه اسمبلۍ غړې پولیسو نیولې دې

ددې حکومت بنیادي مقصد هم دادې چې ځان لپاره این آر او واخلي: عمران خان

Leave a reply