کراچۍ کښې د پي ټي آیی سندهه اسمبلۍ غړې پولیسو نیولې دې

0
93

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د سندهه اسمبلۍ غړی شبیر قریشي پر یوې ښځې د تیري کولو په تور د پولیسو لخوا نیول شوی دی.

ايډيشنل آئي جي کراچۍ جاويد عالم اودهو وئيلي دي چې يوې ښځې د ماسپښين درې بجې د پوليس سټېشن کښې شکايت درج کړے وو چې شبير قريشي په هغې تيري کړي دي، ښځې وئيلي چې شبير قريشي ورته د څوکۍ ورکولو ژمنه کړې وه.
د جاوید عالم اودهو په وینا د شبیر قریشي په ضد د ښځې په شکایت مقدمه درج کړې شوې او هغه نیول شوی او ترې پوښتنې روانې دي.

د شبير قريشي د نيولو سي سي ټي وي فوټيج هم مخې ته راغلی دی.

بل اړخ ته د پي ټي آئي وياند هم وئيلي دي چي شبير قريشي د سهار لمانځه لپاره تللې وو چې د پوليس لخوا ګرفتار کړے شو۔

د سندهه اسمبلۍ اپوزيشن ليډر حليم عادل د شبير قريشي د هغهد سمدستي خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

Leave a reply