وزیراعظم شهباز شریف د نصاب په اړه یوه مهمه پریکړه کړې ده

0
85

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د سکول په نصاب کښې د ژوند بچ کولو سي پي آر (کارډيو پلمونري ريسسټيشن) تربيت شاملولو سره په ټول ملک کښې د تربيت کولو فيصله کړې ده.

د ستراتيژيکو اصلاحاتو لپاره وزيراعلي سلمان صوفي ته شهباز شريف د فوري ګامونو پورته کولو هدايات کړي دي.

د سلمان صوفی په وینا، لومړی وزیر به په ملی کچه د روغتیا په برخه کې د اصلاحاتو پروګرام پیل کړی.
هغه وويل په بېړنيو حالاتو کې د نړيوال سټنډرډ سي پي آر تربيت به د لکونو خلکو ژوند ژغورلو کې مرسته وکړي او دغه تربيت به د سکولونو په نصاب کې شامل کړل شي.

هغه وويل چې د سي پي آر لپاره د هر وګړي روزنه به هم د کمپاين برخه وي او راتلونکې اونۍ به د دې ټول هېواد په کچه د کمپاين لپاره بشپړه تګلاره اعلان شي.

Leave a reply