د پاکستان اولس مشر په ترمیمي بل لاسلیک کولو څخه انکار کړې
باغي ټي وي رپورټ
ولسمشر عارف علوي د ټاکنو ترمیمي بل له لاسلیک پرته بیرته ورکړ.
اولس مشر ووئيل چې هغه له څه دپاسه يوې لسيزې نه د بهر مېشتو پاكستانيانو د ووټنګ مشين او ووټ اچولو په مسله كښې لاس لري او دا مسله په ټولو حكومتونو، پارليمان او سپريم كورټ كښې څاري۔
اولس مشر ووئيل چې د مجوزه قوانينو نوعيت رجعت كوونكے دے، زه د آئين پابند يم، په دې پوه شوم چې د پاكستان آئين به هغه قانون جوړوي په داسې حال كښې چې بل نه يې لاسليك كړې۔
صدر پاکستان اوویل چې د پاکستان د ولسمشر په توګه، دا زما لپاره دردناکه ده چې د مجلس شورا لخوا تصویب شوی قانون لاسلیک نه کړم.
هغه وويل: “زه غواړم چې د راتلونکو نسلونو لپاره خپل استدلال او نظريات وليکم. که ټيکنالوجي، په ځانګړې توګه EVM، په اغيزمنه توګه وکارول شي، نو دا به ډېرې ستونزې هوارې کړي.
ده ووئيل د ټېكنالوجۍ كارول به په ټاكنيز عمل كښې شفافيت راوستلو كښې مرسته وكړي، ټېكنالوجۍ زمونږ تر اوسه د ازادو او منصفانه انتخاباتو نه پاتې شوې خوب پوره كولې شي، صدر پاکستان اوویل چې زه غواړم چې پاكستان په راتلونكې كښې د تېز رفتارۍ په لور روان شي۔