نن پاکستان تحریک انصاف په ټول ملک کښې د ګرانۍ په ضد احتجاج کوي

0
83

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان تحريک انصاف به نن د پي ټي آئي چيرمين عمران خان په بلنه د ګرانۍ په ضد احتجاج کوي۔

عمران خان له خلکو غوښتنه کړې چې نن شپه بهر راووځي او د وارداتي حکومت د قاتلانه پاليسۍ او د اسمان ځوړند انفلاسیون پر ضد احتجاج ثبت کړي.
د عمران خان په بلنه د پي ټي آئي انتظاميې احتجاج ته حتمي شکل ورکړو او د کومو ځايونو نه به د احتجاج پلان هم جاري کړے دے۔
لاهور کښې به د پي ټي آئي کارکنان په لبرټي چوک کښې راغونډيږي. د پي ټي آئي کارکنان به په کراچۍ کښې شاهراه قائدین، په فیصل آباد کښې غنټغر، په راولپنډۍ کښې کمرشل مارکیټ او د ملتان په چوک شاه عباس کښې راټولیږي. دغه راز به د اسلام اباد ایف نائن پارک او د پېښور په هشت نگري کې هم احتجاجونه کېږي.
د هیواد په بیلا بیلو ښارونو کښې به کښې به لويې سکرینونه لګولې شي چې پکښې به د پي ټي آئي چيئرمين عمران خان احتجاج کوونکو ته وینا هم کوي.

Leave a reply