افغان حکومت وایي د رسمیت پېژندلو په لار کې یې تر ټولو ستر خنډ امریکا دی
افغان حکومت وایي د رسمیت پېژندلو په لار کې یې تر ټولو ستر خنډ امریکا دی
د ده په خبره امریکا نه پخپله د رسمیت پيژندلو لپاره ګام اوچتوي او نه هم بل چا ته اجازه ورکوي چې په دې برخه کې اقدام وکړي. مجاهد زیاته کړې چې دوی د رسمیت پېژندل کېدو لپاره ټول شرایط پوره کړي دي او دا د نړیوالې ټولنې دنده ده چې نور د افغانانو حکومت په رسمیت وپېژني.
(2022 / 6 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغان حکومت وایي د رسمیت پېژندلو په لار کې یې تر ټولو ستر خنډ امریکا دی.
د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تازه په یوه مرکه کې ویلي چې د رسمیت پېژندلو په لار کې خنډ د دوی سیاستونه نه، بلکې د امریکا بې پروايي ده.
د ده په خبره امریکا نه پخپله د رسمیت پيژندلو لپاره ګام اوچتوي او نه هم بل چا ته اجازه ورکوي چې په دې برخه کې اقدام وکړي.
مجاهد زیاته کړې چې دوی د رسمیت پېژندل کېدو لپاره ټول شرایط پوره کړي دي او دا د نړیوالې ټولنې دنده ده چې نور د افغانانو حکومت په رسمیت وپېژني.
نوموړي ټینګار کړی چې حکومت یې پیاوړی دی، د امنیت په تامین بریالي شوي دي او د ولس ملاتړ له ځان سره لري.