نیب د وزیراعظم شهباز شریف د حاضرۍ د معافۍ درخواست مخالفت کړې دې

0
95

باغی ټي وي رپورټ
احتساب عدالت د آشيانه اقبال او رمضان شوګر ملز کيسونو کښې د وزيراعظم شهباز شريف د دائمې حاضرۍ معافۍ درخواست منظور کړے دے۔

د لاهور احتساب عدالت د وزيراعظم شهباز شريف او نورو په ضد د نيب ريفرنس سماعت وکړو۔

دوزيراعظم شهبازشريف لخوا په عدالت کې جمع کړل شوې درخواست کې وئيل شوي دي چې کله هم عدالت هغه ته حاضرې لپاره ویلي دي نو هغه راغلې دې، او دا زما فرض او ذمه واري دواړه دي، هغه وایی چې اوس زما په اوږو يو لوى ذمه واري ده چې خپل ملي ذمه واري ترسره کړم، وزیراعظم د دایمي حاضري معاف کولو لپاره غوښتنه کړې ده.
نېب د وزيراعظم شهباز شريف د دايمي حاضري معافۍ د درخواست مخالفت کړی دی

د نیب پراسیکیوټر وویل چې شهباز شریف ته د دایمي معافۍ ورکولو لپاره کوم مجبوره دلیلونه نشته.
بلخوا شهبازشريف روسټرم ته راغې او وې ویل چې عدالت ته ځينې حقايق وړاندې کول غواړي.

وزير اعظم شهباز شريف د پرمختيائي کارونو په اړه يوه کتابچه قاضي ته وسپارله، هغه وويل چې په ده باندې د ١٥٠ ميليونه روپو په لګښت د نالي جوړولو تور دى، وزیراعظم اوویل چې که ما د ١٥ يا ١٨ کروړه روپو کرپشن کول غوښتل نو بیا به مې دا کار نه وې کړې.

Leave a reply