د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د بریټانیا د اقدام ستاينه کړې ده

د یادونې ده چې په کابل کې د برېټانیا د سفارت شارژدافیر په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې د دایمي ثبات غوښتونکي دي او په خبره یې د هېڅ وسله وال حرکت ملاتړ نه کوي او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د برېټانیا خاوره په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پلان کولو او یا نورې مرستې لپاره وکاروي.
(2022 / 6 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د بریتانیا د هغه دریځ هرکلی کړی دی چې ویلي یې دي لندن په افغانستان کې د وسله وال مخالفت ملاتړ نه کوي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه وزارت د بریتانیا د هغه دریځ هرکلی کوي، چې د افغان حکومت د وسلهوال مخالفت ملاتړ نه کوي او له ا.ا سره تعامل ته ترجیح ورکوي.
دغه وزارت زیاته کړې د دې حقیقت درک کول د قدر وړ دی، چې افغانستان کې سوله او ثبات او له ا.ا سره مثبت تعامل د سیمې او نړۍ په ګټه دی.