ا.ا افغان سکانو ته د سر او مال د ساتنې ډاډ ورکړی دی
![](https://pashto.baaghitv.com/wp-content/uploads/2022/06/IMG_20220620_142542_211.jpg)
ا.ا افغان سکانو ته د سر او مال د ساتنې ډاډ ورکړی دی
د کورنیو چارو وزارت پلاوي دغه راز څرګنده کړې، چې د ا.ا ځواکونه د دې خاورې د هر وګړي ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي او په هیڅ صورت به چاته اجازه ورنه کړي چې د افغانانو د یووالي په لار کې خنډ وګرځي.
(2022 / 6 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د هندو او سیکهـ هېوادوالو پر درمسال وروستي برید ته په اشارې ویلي چې د ا.ا ځواکونه د دې خاورې د هر وګړي ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه وزارت پلاوي دا څرګندونې له یو شمېر افغان سیکهانو سره په لیدنه کې کړې دي. پلاوي ویلي چې دا ډول بزدلانه برید د دې ښکارندوي کوي، چې دښمن د افغانانو له ملي یووالي وېره لري.
د کورنیو چارو وزارت پلاوي دغه راز څرګنده کړې، چې د ا.ا ځواکونه د دې خاورې د هر وګړي ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي او په هیڅ صورت به چاته اجازه ورنه کړي چې د افغانانو د یووالي په لار کې خنډ وګرځي.