مالي کې وسلوالو کسانو ۲۴ ملکي وګړي وژلي دي 

0
127

مالي کې وسلوالو کسانو ۲۴ ملکي وګړي وژلي دي 

فرانسې خبري اژانس د یادې سیمې د چارواکو له قوله ویلي چې د پېښې له ځایه یې ۲۴ مړي او ۱۲ ټپیان روغتون ته لېږدولي دي. چارواکو څرګنده کړې ده چې دا برید د ترهګرو کار دی.

 

(2022 / 6 / 20   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د مالي هېواد په شمالي ښار ګایو کې پر ځینې کلیو د وسله والو کسانو په برید کې ۲۴ کسان وژل شوي دي.

فرانسې خبري اژانس د یادې سیمې د چارواکو له قوله ویلي چې د پېښې له ځایه یې ۲۴ مړي او ۱۲ ټپیان روغتون ته لېږدولي دي. چارواکو څرګنده کړې ده چې دا برید د ترهګرو کار دی.

د راپورونو له مخې، په مالي کې په تېرو دریېو میاشتو کې شاوخوا ۵۰۰ کسان وژل شوي دي.

د یادونې ده چې درې میاشتې وړاندې د مالي هېواد حکومت وروسته تر هغه سقوط وکړ چې د بشري حقونو د تامین برخه کې یې ورتر غاړې مسوولیت ادا نه کړ، هغه مهال هم په القاعده او داعش پورې تړلو ډلو پر ملکي او نظامي هدفونو د بریدونو مسوولیت منل خو اوس تازه راپورونه وایي چې په دغه هېواد کې ملکي مرګ ژوبله درې برابره ډېره شوې ده.

Leave a reply