د ملګرو ملتونو عمومي منشي نیویارک کې لۀ افغان کډوالو سره ګتلي دي 

0
70

د ملګرو ملتونو عمومي منشي نیویارک کې لۀ افغان کډوالو سره ګتلي دي 

د جون شلمه يا د کډوالو نړيواله ورځ سږ کال په داسې حال کې نمانځل کېږي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا يونيسف په يوه راپور کې د نږدې ۴۰ ميليونه ماشومانو د کډوالۍ خبر ورکړل شوی دی.

 

(2022 / 6 /  20   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش د کډوالو د نړيوالې ورځې په مناسبت په نيويارک کې له افغان کډوالو سره کتلي دي.

ګوتيرش پر ټويټر ليکلي چې افغان او عراقي کډوالو د ميليونونو نورو کډوالو په څېر خپلو مېشتځايونو ته رنګارنګي او غني کلتورونو ور وړي دي.

ده له کډوالو د ملګرو ملتونو د ملاتړ ډاډ هم ورکړی دی. په ورته مهال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د افغانستان څانګې په يوه ټويټ کې ويلي چې په ميليونونو افغان کډوال او کورني بېځايه شوي مرستو ته اړتيا لري.

په ټويټ کې زیاته شوې چې دوی ټولو ته د مرستو د رسولو لپاه د بودجې له ۶۸ سلنې کمښت سره مخ دي.

د جون شلمه يا د کډوالو نړيواله ورځ سږ کال په داسې حال کې نمانځل کېږي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا يونيسف په يوه راپور کې د نږدې ۴۰ ميليونه ماشومانو د کډوالۍ خبر ورکړل شوی دی.

د يادو کډواليو لامل په افغانستان، يمن، سوريه او اوکراين کې ناارامۍ، فقر او وچکالۍ ښوودل شوی دی.

Leave a reply