پي ټي آیی حکومت هم بدلونونه غوښتل، د قانون وزیر

باغی ټي وي رپورټ
د قانون وزیر نذیر تارڑ ادعا کوي چې د احتساب قانون کې 85 فیصده ترمیمونه هغه دي چې د تحریک انصاف حکومت د 2 آرډیننسونو له لارې راوستلي دي.
د سېنېټ غونډې ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل د كال 2002ء په انتخاباتو كښې د حكومتي ګوندونو په ټكټونو د نېب ياترا د غړو په وړلو سره مبارزه شوې وه٬ نېب د پوليټيكل انجينئرنګ لپاره استعمال كړے شو٬ پي ټي آئي په حكومت كښې د سياسي مخالفانو په ضد د نېب په ذريعه كار اخستې وو٬ دا د هغه ګناه وه۔ دوه لوی ګوندونه وايي چې دوی باید دا تور قانون بدل کړي.
په سېنېټ کې د اپوزېشن غړو تورې په لاسونو تورې پټې لګولې وې او په غونډه کښې ی برخه اخيستې وه.
اپوزيشن ليډر ډاکټر شهزاد وسيم وويل نن اين آر او جاري کړل شوى ده. قائد ایوان نذیر تارڑ وویل د احتساب په قانون کې 85 فیصده ترمیمونه هغه دي چې د پي ټي آئي حکومت د دوه آرډیننسونو له لارې کړي وو. نیب به د ترامیم په اړه یو په یو شق باندې به اپوریشن راضي کړو.
دا خبرونه هم اوګورې.
ددې حکومت بنیادي مقصد هم دادې چې ځان لپاره این آر او واخلي: عمران خان
نیب د وزیراعظم شهباز شریف د حاضرۍ د معافۍ درخواست مخالفت کړې دې






