د اوکراین ولسمشر: روسیه پر اوکراین د بریدونو ډېرولو هوډ لري

0
211

د اوکراین ولسمشر: روسیه پر اوکراین د بریدونو ډېرولو هوډ لري 

زلينسکي ويلي چې د روانې اونۍ په ترڅ کې به يې د هيواد په ختيځو سيمو د روسيې بريدونه زور واخلي. هغه د دفاع لپاره د خپلو پوځيانو د چمتووالي خبر هم ورکړی او ويلي يې دي چې د روسيې د ډيرو دښمنانه اقداماتو توقع لري.

 

(2022 / 6 /  21    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي ویلي چې ښايي پر هېواد يې د روسيې بريدونه لا شديد شي.

هغه د روسيې د بريدونو د شدت وړاندوينه په داسې حال کې کړې چې اروپايي ټولنه د روانې اونۍ په پای کې د غړيتوب لپاره د اوکراين د نوماندۍ په تړاو پرېکړه کوي.

زلينسکي ويلي چې د روانې اونۍ په ترڅ کې به يې د هيواد په ختيځو سيمو د روسيې بريدونه زور واخلي. هغه د دفاع لپاره د خپلو پوځيانو د چمتووالي خبر هم ورکړی او ويلي يې دي چې د روسيې د ډيرو دښمنانه اقداماتو توقع لري.

د زلينسکي دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د روسيې ولسمشر د جون په اوولسمه نېټه وويل چې په اروپايي ټولنه کې د اوکراين د غړيتوب مخالفت نه کوي؛ خو کرېملين وړاندې ويلي وو چې دا موضوع له نږدې څاري.

Leave a reply