برېټانیا لۀ ا.ا څخه مننه کړې چې د دوی بندیان یې خوشې کړي 

0
72

برېټانیا لۀ ا.ا څخه مننه کړې چې د دوی بندیان یې خوشې کړي 

برېټانیا وایي چې دغه کسانو له برېټانوي حکومت سره هېڅ راز اړیکې نه لرلې بلکې په خپلسرې توګه او د برېټانیا د حکومت له اجازې پرته افغانستان ته تللي وو، چې د افغان امنیتي اداراتو له لوري توقیف شوي دي.

 

(2022  / 6 / 21   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

برېتانیا وایي د افغان حکومت له هغه پرېکړې مننه کوي چې له مخې یې پنځه برېتانوي وګړي په افغانستان کې له بند خوشي شوي دي.

برېټانوي رسنۍ وایي افغان حکومت هغه پنځه برېټانویان ازاد کړي چې په وروستیو کې یې نیولي وو.

برېټانیا وایي چې دغه کسانو له برېټانوي حکومت سره هېڅ راز اړیکې نه لرلې بلکې په خپلسرې توګه او د برېټانیا د حکومت له اجازې پرته افغانستان ته تللي وو، چې د افغان امنیتي اداراتو له لوري توقیف شوي دي.

برېټانیا وایي اوس د افغان حکومت له هغه پرېکړې مننه کوي چې له مخې یې یاد کسان آزاد شوي دي. برېټانیا همدا راز ویلي چې دوی د دې کسانو لخوا د افغانانو دود او کړو وړو ته شوې بې احترامي غندي او له امله یې له ټولو افغانانو بښنه غواړي.

برېټانیا په دې اړه نور جزیات نه دي خپاره کړي.

Leave a reply