ایران او افغانستان پر کډوالو او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي
افغان لوري همدا راز له ایراني سفیر غوښتي چې افغانانو ته د قانوني وېزو د ورکړو بهیر پراخ کړي او تر څنګ یې په دغه هېواد کې پر مېشتو کډوالو له فشارونو لاس واخلي. ایراني لوري په دې برخه کې هم د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
(2022 / 6 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ایران او افغانستان پر کډوالو او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرعباس ستانکزي په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې دواړو لورو ټینګار کړی چې خپلمنځي اړیکې به پراخوي او د پياوړتیا لپاره به یې کار کوي.
په لیدنه کې همدا راز د نشه یي توکو د کښت او قاچاق پر ضد پر مبارزه هم خبرې شوې دي او ایراني لوري ویلي چې د افغان حکومت له وروستي فرمان هرکلی کوي او تیار دي چې له افغان بزګرانو سره د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې همکاري وکړي.

Leave a Reply