ملګرو ملتونو ویلي چې پدې وروستیو کې ۶ میلیونه افغانان کډوال شوي دي 

0
161

ملګرو ملتونو ویلي چې پدې وروستیو کې ۶ میلیونه افغانان کډوال شوي دي 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي چې دمګړی شاوخوا ۶ میلیونه افغانان له هېواده بهر کډوال دي خو دوی له ۲۰۰۲ کال راهیسې ۵،۳ میلیونه افغانان له پاکستان او ایران خپل هېواد ته راستانه کړي دي او مرستې یې ورسره کړې دي.

 

(2022 / 6 / 21   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

شپږ میلیونه افغانان له هېواده بهر ژوند کوي. په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مسوولینو ویلي چې لا هم ګڼ افغانان د بېلو شرایطو له امله له افغانستان کډوال کېږي.

د مسوولینو په خبره په افغانستان کې په کور د ننه هم سلګونه زره کډوال اوسېږي چې د ډېری کډوالۍ ستر لامل وچکالي او اقتصادي مسایل دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي چې دمګړی شاوخوا ۶ میلیونه افغانان له هېواده بهر کډوال دي خو دوی له ۲۰۰۲ کال راهیسې ۵،۳ میلیونه افغانان له پاکستان او ایران خپل هېواد ته راستانه کړي دي او مرستې یې ورسره کړې دي.

ملګري ملتونه دغه راز وايي چې له ۲۰۱۲ کال را پدېخوا د جګړو له امله لوړه شمېره افغانان کډوال شوي دي چې شمېره یې ۳،۵ میلیونه وګړو ته رسېږي.

د کډوالو عالي کمېشنري دغه راز وایي چې دوی په دې سختو شرایطو کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او په بېلو برخو کې به خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

Leave a reply