پاکستان سټاک ایکسچینج ، نن منفي ورځ وه

0
224

باغی ټي وي رپورټ
نن د پاکستان سټاک ایکسچینج کې د سرمایه کارۍ لپاره منفي ورځ وه، ۱۰۰ انډیکس ۳۶۳ پوائنټونه کم کړل او په ۴۱۷۷۶ کې بند شو.

نن په بازار کې په مجموعي توګه د 160 ملیون حصص تجارت شوی چې پکې 4.91 اربه روپۍ کاروبار شوی.

د بازار سرمایه 42 اربه روپۍ کم شوه او 6960 اربه روپو ته راټیټه شوه.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم د یو سروې مطابق د پاکستان معیشت او اقتصاد څخه وګړي مطمین نه وو او دا څرګندونه ی کړې وې چې د ملک اقتصاد په غلط لور روان دې او خلقو د هیواد د اقتصاد په اړه د اندیښنو څرګندونه کړې وه.
د پخواني وزیراعظم عمران خان له لوري په ټول هیواد کښې د ګرانۍ په ضد د احتجاجونو لړۍ هم پیل شوي دې، عمران خان ویلي دي چې دا حکومت ناکامه حکومت دې او دوی صرف د خپلو ځانونو په ضد د فساد او جرمونو کیسونه ختمول غواړی.
دا خبرونه هم اوګورې

ددې حکومت بنیادي مقصد هم دادې چې ځان لپاره این آر او واخلي: عمران خان

د عمران خان په وینا په قبایلي سیمو کښې هم احتجاجونه شوي

وزیرداخله په عمران خان نیوکې کړي دي

Leave a reply