د بني ګاله مخې ته د استاذانو احتجاجي پرلت دوام لري

0
219

باغی ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا استاذانو په دويمه ورځ هم د اسلام اباد کښې د عمران خان په بني ګاله کښې د کور مخې ته احتجاجي پرلت ته دوام ورکړې دې.
مظاهره کوونکو د پی ټي آئي د مشرې شيرين مزاري، اعجاز چوهدري او اسد عمر ګاړو لارې هم بندې کړې وې.
استادانو د پاکستان تحریک انصاف پر ضد شعارونه ورکول چې وروسته د مزاري موټر له بني ګاله روان شو.

اسد عمر مظاهره کوونکو ته ډاډ ورکړ چې د دوی د مشروع غوښتنو ملاتړ به کوي، خو مظاهره چیانو اعلان وکړ چې تر څو یې غوښتنې نه وي منل شوې خپلو مظاهرو ته به دوام ورکړي.

ښوونکو د دایمي دندو ترڅنګ د تنخواګانو د کلنيز زیاتوالي غوښتنه هم کړې ده. دا خبره هم مهمه ده چې پرون د اتوار په ورځ عمران خان هم په ملک کښې د ګرانۍ په ضد د احتجاج کولو اعلان کړې دې او پرون د هیواد په بیلا بیلو سیمو او قبایلي علاقو کښې هم د عمران خان په امر احتجاجونه وشو او د حکومت په ضد نعرې اووهل شوې چې دا حکومت عوامو ته په ریلیف ورکولو کښې ناکامه شوې ده.

دا خبرونه هم اولولۍ

عمران خان مهمه غوښتنه کړې ده

نن پاکستان تحریک انصاف په ټول ملک کښې د ګرانۍ په ضد احتجاج کوي

Leave a reply