د خیبر پښتونخوا سرکاري استاذانو هڅه کړې چې د عمران خان بني ګاله کورته ننوځي

0
41

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا استاذانو چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د استوګنې بني ګاله مخې ته یې پرلت پیل کړې دې، د عمران خان کور ته د ننوتو هڅه کړې ده.

د پېښې په ځای کې پولیسو د عمران خان کور ته د مظاهره چیانو د ننوتو مخه ونیوله، د عمران خان د کور مخې ته د پولیس اهلکار ولاړ دي چې ددې مظاهر کوونکو مخه ونیسي.

مظاهره کوونکو ګواښ کړی دی چې په لسو دقیقو کې دې خنډ لیرې کړي که نه نو استادان به یې پر وړاندې تګ ته اړ شي.

په دې اړه ډي ايس پي باړه کهو وويل چې مجسټرېټ او پوليس چارواکي د ستونزو هوارولو هڅې کوي.
ډي ايس پي باړه کهو احتجاج کوونکو ته ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به يو پلاوی راشي چې ستاسو ستونزې حل کړي.

ياده دي وي چي د خيبرپښتونخوا استاذانو بني ګاله کښي احتجاجي مظاهره کړي ده چا چي د پخواني وزيراعظم کور ته غزيدلي لار کښي خيمي لګولي دي۔

احتجاجي استاذان وايي که غوښتنې يې ونه منل شي نو په خيبر پښتونخوا کې به د پي ټي ايي پر ضد لاريون پيل کړي.

لاريون کوونکو غوښتنه کوله، چې د خیبر پښتونخوا صوبې ۵۸ زره ښوونکي دې د ګومارنې له نېټې څخه دايمي شي. د ګمارنې له نیټې څخه باید لوړ رتبه او کلنۍ د معاشونو زیاتوالۍ دې هم ددوی لپاره اعلان کړې شي.

دا خبر هم اوګورې

د بني ګاله مخې ته د استاذانو احتجاجي پرلت دوام لري

Leave a reply