عمران خان مهمه غوښتنه کړې ده

0
185

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) مشر عمران خان د کراچۍ نه د قامي اسمبلۍ حلقه اين اے 240 ضمني ټولټاکنې لغوه کولو او د انتخاباتو نوي شيډيول جاري کولو غوښتنه کړې ده۔

په اسلام اباد کې د ګوند د سياسي کميټې غونډې ته په وينا کې عمران خان وويل په اين اے ٢٤٠ کې د شفافو انتخاباتو په ترسره کولو کې د اليکشن کميشن کارکردګي مايوسوونکې وه.

عمران خان وئيلي دي چې اليکشن کميشن دډسکه ضمني ټاکني د څلويښت فيصده ووټ آئوټ باوجود کالعدم ګرځولي دي او وئيلي دي چي فيصله کولو کښي دوه ګوني معيارونه د اليکشن کميشن په کردار باندي جدي سوالونه راپورته کوي۔
ياده دې وي چې د اليکشن کميشن ترمخه د کراچۍ په حلقه اين اے 240 د جون په 16مه نيټه ترسره شوې ضمني ټولټاکنو کې د غيرسرکاري نتيجو له مخې د متحده قومي موومنټ محمد ابوبکر ميدان ګټلې وو.

ياده دې وي چې په دې ضمني انتخاباتو کې ٢٥ کانديدان ميدان کې وو او دا څوکۍ د ايم کيو ايم پاکستان د قومي اسمبلۍ غړي اقبال محمد علي په مړينه خالي شوې وه، خو پي ټي ايي په دې ټاکنو کې برخه نه وه اخيستې.

Leave a reply