د ۲۱ جون څخه پس به کوم ګاړي پایه تخت اسلام آباد ته نه شي داخلیدې

0
80

باغی ټي وي رپورټ
هغه ګاډي چې د چاپیریال ککړتیا لامل کیږي د جون له 21 څخه به وفاقي پلازمینې اسلام آباد ته د ننوتلو مخه ونیول شي.

د اسلام آباد پوليس انسپکټر جنرل (آئي جی) اکبر ناصر خان د ايس ايس پي ټريفک د عملي کولو احکامات جاري کړي دي۔

آئي جي اسلام آباد وئيلي دي چي دا کمپاين به د ماحولياتو تحفظ اداري په مرسته چليږي۔

آئي جي اسلام آباد هدايات کړي دي چي د ګاډو يو فټنس سرټيفيکيټ دي جاري نه کړے شي او د ضرورت په صورت کښي د ګاړو معاینه کوونکو نه به مرسته اخستل شي.

بل خوا د اسلام اباد د پولیسو ویاند ویلي، چې د فشار هارن لرونکي موټرو ته به هم اسلام اباد ته د ننوتو اجازه ورنه کړل شي او د جون له ۲۱مې به اسلام اباد ته هغه موټر هم د داخلیدو اجازه ور نه کړې شی چې چاپېریال د ککړتیا لامل جوړیږي.

Leave a reply