د غلو او لوټمارانو په قامي اسمبلۍ لعنت وایم: شیخ رشید

0
156

باغي ټي وي رپورټ
د عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد ويلي چې دا حکومت د سازش لاندې راغلی، مونږ په دې غلو، لوټمارو او غدارانو باور نه لرو.

لال حویلی بهر مزدورانو ته وینا کښې شیخ رشید اوویل چې غله او لوټماران د سازش لاندې راغلي دي.

ده ووئيل زه د لوټمارانو په قامي اسمبلۍ لعنت وایمه، د دې غلو اتحاد د عمران خان په ضد دې، دا غله هيڅ نظريه نه لري او دا ګنده هګۍ دي.
هغه وويل چې دې ګوندونه به پر مونږ تورونه لګول چې د ګرانۍ راغلې ده، اوس ډالر لوړ شوي، کارخانې بندې دي او د پټرولو بيعه هم لوړه شوې ده، چا ترې وپوښتل چې ډالر څنګه ٢١٠ کلدارو ته ورسېد؟

شیخ رشید وویل چې په لندن کې ناست کس اوس پاکستان ته ولې نه راځي؟

Leave a reply