د عمران خان په وینا په قبایلي سیمو کښې هم احتجاجونه شوي

0
215

باغي ټي وي رپورټ

د پاکستان د نورو سیمو او ښارونو په شان په قبایلي سیمو کښې هم د پاکستان تحریک انصاف په وینا د ګرانۍ په ضد احتجاجونه پیل شوي دي.
نن د ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل کښې هم د پي ټي آیی مشرانو او کارکوونکو د اتحادي حکومت له لوري د ګرانۍ په ضد احتجاج وشو، احتجاج کوونکو د شهباز شریف د حکومت په ضد نعرې اووهلې او په ملک کښې د روانې ګرانۍ ی په سختو ټکو کښې غندنه وکړه.
لنډیکوتل کښې د پی ټي آیی ملاتړ کوونکي وګړي او د پي ټي آیی مشران احتجاج کوي.
https://fb.watch/dL5KfJCHI4/
پخوانی لومړی وزیر او د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) مشر عمران خان د ویډیو لینک له لارې د ګرانۍ په ضد مظاهره کوونکو ته وینا هم وکړه.

Leave a reply