هغه دوایی په پاکستان کښې نشته چې پرویز مشرف ته ی نن سبا اړتیا ده: د پرویز مشرف کورنۍ

0
207

باغی ټي وي رپورټ
د پخواني ولسمشر او جنرال (ر) پروېز مشرف کورنۍ د هغه پر ناروغۍ غبرګون ښودلی دی.

د پخواني ولسمشر کورنۍ وايي، د هېواد له مشرتابه مننه کوي چې له مشرف سره یې د هغه د راستنېدو لپاره تماس نیولی دی.

هغه وايي پاکستان ته د ستنېدو وړاندې طبي، قانوني او امنیتي ننګونو ته پام کوي.د پرویز مشرف کورنۍ وایی، پاکستان د اړتیا وړ درمل او طبی اسانتیاوې نه لری.

د ويلو ده، چې پخوانى ولسمشر پروېز مشرف سخت ناروغه دى او په دوبۍ کې تر درملنې لاندې دى، ډاکټرانو يې پر سفر بنديز لګولى، چې له امله يې ژر هېواد ته راستنېدل ناشوني دي.

ياده دې وي چې پرويز مشرف په ۲۰۱۶م کال کې د عدالت په حکم د ايګزټ کنټرول لسټ (اي سي ايل) نه د اېستلو وروستو له ملکه وتلی وو او له هغه وخت راهسې په دوبۍ کې اوسيږي.

د ۲۰۱۹م کال د دسمبر په ۱۷مه ځانګړې محکمې جنرال (ر) پرویز مشرف ته د غدارۍ په قضیه کې د مرګ سزا اورولې وه.
محکمې حکم وکړ چې پروېز مشرف د ۲۰۰۷ کال د نومبر پر ۳مه د اساسي قانون خلاف ورزي کړې او د اساسي قانون د شپږمې مادې په سرغړونې مجرم ثابتیږي.

Leave a reply