د پنجاب اسمبلۍ ۴ افسرانو انکار کړې

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب اسمبلۍ د څلورو شعبو افسرانو د ايوان اقبال په غونډه کې له حاضرېدو انکار وکړ.
دسرچينو ترمخه دپنجاب اسمبلۍ قائم مقام سيکرټري عامر حبيب افسرانو ته په غونډه کښې دګډون امر کړى دى.
د قانون جوړونې، رپورټنګ، ریاست او امنیت مشرانو ته د راپور ورکولو امر شوی وو خو د دغو څانګو چارواکو د ایوان اقبال په غونډه کې له ګډونه انکار وکړ.
د پنجاب اسمبلۍ سيکرټري محمد خان بهټي وئيلي دي چې ډپټي سپيکر او قائم مقام سيکرټري د اسمبلۍ سپيکر او سيکرټري په موجودګۍ کښې عمله نه شي رابللې او د دې حکم قانوني حيثيت نشته۔
ياده دې وي چې تيره ورځ د پنجاب اسمبلۍ بجټ غونډه په ايوان اقبال کښې د پنجاب ګورنر لخوا رابللې شوې وه چې پکښې اپوزيشن بائيکاټ کړے وو ولي د بجټ اجلاس کښې حکومتي غړي موجود وو۔






