راتلونکي کال به پاکستان څومره بهرنۍ قرضه اخلي؟
باغی ټي وي رپورټ
راتلونکي مالي کال کې به پاکستان ټولټال ٢١٣٣ اربه روپۍ قرضه اخلي.
سرچينې زياته کړې، چې په دغه پور کې د چين، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان خوندي زېرمې او له IMF څخه متوقع پورونه شامل نه دي.
د سند له مخې راتلونکی کال به پاکستان له اسلامي پراختیايي بانک څخه ۲۲۳.۲۰ میلیارده روپۍ پور اخلي، په داسې حال کې چې سږ کال له اسلامي پراختیايي بانک څخه ۲۳۲ میلیارده روپۍ پور اخیستل شوی دی.
په سند کې راغلي چې پاکستان به له سعودي عربستان څخه د 148.80 اربه روپو په ارزښت تېل په پور پېري، په داسې حال کې چې سږ کال له سعودي څخه د 70 اربه روپو تېل په قرض اخیستل شوي دي.
د سند له مخې په راتلونکي مالي کال کې به د 372 اربه روپو يورو او سکوک بانډونه جاري کړل شي، روان مالي کال کې د 342.54 اربه روپو سکوک او يورو بانډونه جاري شوي دي.
سند کښې وئيلي شوي دي چې راتلونکي مالي کال کښې به د 1389.80 اربه روپو تجارتي قرضې اخستل کيږي او په روان مالي کال کښې 821.90 اربه روپۍ تجارتي قرضې اخستل شوي دي.