بلوچستان کښې د بلوچ آزادي خوښې ډلې ۶ ترهګر وژل شوي

0
51

باغی ټي وي رپورټ
د بلوچستان د مکران په غرنۍ سیمه کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې شپږ ترهګر وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو (آی ایس پي آر) له مخې، امنیتي ځواکونو د مکران په غرنۍ سیمه کې د ترهګرو د شتون په اړه د معلوماتو په اساس عملیات ترسره کړل.

آئي ايس پي آر وئيلي دي د عملياتو په مهال ترهګرو د تيښتې کوشش وکړو او د کالعدم بلوچستان لبريشن فرنټ (بي ايل ايف) شپږ ترهګر د ډزو په تبادله کښې ووژل شول.

آئي ايس پي آر وئيلي دي چې وژل شوي ترهګر په سکيورټي فورسز په بريدونو کښې ککړ وو او د ترهګرو د قبضې نه وسله او بارودي مواد هم ترلاسه شوي دي۔

د آی ایس پي آر له مخې امنیتي ځواکونه په بلوچستان کې امن او ثبات ته ژمن دي.

Leave a reply