ضلع خیبر کښې يو پولیس اهلکار اووژل شو
باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل باړه کښي نامعلومه کسانو ډزي کړي دي، د ځایی سرچینو مطابق په ډزو کښې یو ځایی پولیس اهلکار په نښه شوې دې.
د سرچینو مطابق په ډزو کې پوليس قوت خان شهيد شوې.
د یو خبریال مطابق د وژل شوي اهلکار تعلق د باړه تحصیل شلوبر قبیلې سره دې.
د یادونې ده چې په دې لنډ وخت کښې په باړه تحصیل کښې هدفي وژنې زیاتې شوي دي، څو ورځې وړاندې هم یو د پولیس د ټریفک اداري یو اهلکار هم اووژل شول.
د ځایی سرچینو مطابق د پولیس اهلکار د وژلو پس وسلی وال په تیښته کښې بریالي شوي دي.
ځایی خلق وایی چې د هره ورځ هدفي وژنو له امله په سیمه کښې او په ځایی خلقو کښې ډار او غم خپور شوي دې ځکه دوی وایی چې دې سیمه کښې وس امن راغلې وو خو یو ځل بیا دلته بدامني خپره شوي دي او هدفي وژنې او نور ترهګریر بریدونه زیات شوي دي چې له امله ی ددې ځای امن ته زیان رسیدلې دې.