د اهلکارو معاشونه زیاتول د آیی ایم ایف سره څه تړاو نه لري: مفتاح اسماعیل

0
139

باغی ټي وي رپورټ
د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې د نړيوال مالياتي فنډ (آئي اېم اېف) پروګرام به يوه نيمه ورځ کښې بيا بحال شي او پیل به شي. مفتاح اسماعیل زیاته کړه، چې د پیسو د نړیوال صندوق د پروګرام د بیا پیلېدو لپاره یې ډېرې هیلې لرلې او زیاته یې کړه، چې که شتمن کسان وي، نو مالیه به ترې اخیستل کېږي.

د خزانې وزير زياته کړه چې غريبانو ته به امداد ورکول کيږي، د آئي ايم ايف پروګرام د تنخواګانو له زياتوالي سره هيڅ تعلق نه لري، د کال 12 لاکه روپو پورې په عوایدو باندې به د ټيکس معافيت برقرار وي.

د یادونې ده چې په ملک کښې د موجوده بحران او د ګرانۍ په ضد پخوانی وزیراعظم د احتجاج کولو اعلان هم کړې دې، پرون د هیواد په بیلا بیلو سیمو او ښارونو کښې د پی ټي آیی مشرانو له لوري احتجاجونه شو او اتحادي ګوندونو په حکومت باندې ی سختې نیوکې وکړې.

Leave a reply