د نیب کیسونو په اړه د پاکستان مشر قاضي مهم بیان مخې ته راغلې دې

0
123

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان چيف جسټس جسټس عمر عطا بنديال ريمارکس ورکړو چې نيب ملزمان نيسي او په جيلونو کښې اچوي او که دا نيب مقدمې ثابتې نه شي نو عدالتونو څخه بري کولې شي.

سپريم کورټ کښې د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کښې درې کسيزه بنچ د نيب په مختلفو کيسونو کښې د ملزمانو د ضمانتونو منسوخولو درخواستونو سماعت کړے دے په کومه کښې چې د نيب پراسيکيوټر عدالت ته وړاندې شوې دې۔

د اورېدنې په مهال د نيب پراسيکيوټر ووئيل چې د مقدمې د ملزمانو لخوا د ضمانت منسوخۍ لپاره اپيلونه بې اثره شوي دي۔

د نيب پراسيکيوټر د دريځ په اړه چيف جسټس پوښتنه وکړه چې ملزمان عدالت کله بري کړي دي؟ ايا نيب د احتساب عدالتونو نه د ملزمانو بري کولو حساب لري؟

جسټس عمر عطا بندیال ریمارکس ورکړی چې نیب ملزمان نیسي او په جیلونو کې اچوي او که د نیب مقدمې ثابتې نه شي نو عدالتونه ملزمان بري کوي.

د عدالتي پلټنو په مهال د نيب پراسيکيوټر وويل چې د ملزمانو ټول ريکارډ د نيب په دفترونو کښې ساتل کيږي.

وروسته عدالت د ملزمانو د بري په اړه د نيب نه رپورټ طلب کولو سره اوريدنه وځنډوله۔

Leave a reply