پي ټي آیی په هیواد کښې د غیراخلاقي ویب پانړو د بندولو لپاره نوې سسټم راوړې دې

0
171

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د مخابراتو ادارې (PTA) د مرکزي ډومین نوم سیسټم (DNS) معرفي کول تایید کړي دي.

د پي ټي اې لخوا جاري شوي يو بيان له مخې د ډي اېن اېس سيسټم لاندې به د ډومين په سطحه ويب سائيټونه بند کړې شي، په دې توګه به پي ټي اے به پخپله غير اخلاقي ويب سائيټونه بلاک کولي شي، د انټرنيټ برابرونکي ويب سائټونو لسټ کولو نه وړاندې به پي ټي اي کمپنيو ته لېږل کیدل.

د پي ټي اې وياند وويل په نوي نظام کې د سوشل ميډيا د څارنې ميکانيزم نشته، نوے نظام کښې د غير اخلاقي مواد د بندولو لپاره ډيزاين شوې دې، نوے نظام سره به د ښاريانو پرائيويسي متاثره نۀ شي او د انټرنيټ سرعت به نه متاثره کوي.
ویاند وویل چې د ویب سایټونو د بلاک کولو آتومیټک سیسټم به وخت هم خوندي کړي.
د دې سیسټم سره د څارنې میکانیزم شتون نلري ترڅو پوه شي چې کوم کاروونکي سرف کوي، د غیرقانوني او زیان رسوونکو منځپانګو د چټک بندولو اوسنی بهیر په اټومیټک ډول ترسره کیږي.

Leave a reply