باغي ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړي او د جنوبي وزیرستان پی کې ۱۱۴ څخه ټاکل شوي ایم پي اې نصیرالله وزیر د صوبایی اسمبلۍ په غونډه کښې په صوبایی حکومت سختې نیوکې کړي دي او دا اعتراف ی کړې دې چې قبایلي ضلعې د صحت کارډ پروګرام نه بهر کړل شوي دي، د جنوبي وزیرستان ایم پي اې په خپله وینا کښې اوویل چې که خیبر پښتونخوا صوبه قبایلي سیمو ته خپل حق نه ورکوي نو قبایلي سیمه دې واپس یوه آزاده صوبه وګرځول شي.
د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړي نصیرالله وزیر په صوبايي اسمبلۍ کې د بجټ په اړه بحث کې د ګډون پر مهال ومنله چې قبایلي ضلعې د پي ټي ايي په حکومت کې د صحت کارډ پروګرام نه بهر کړل شوي دي.
په خپله وینا کښې هغه اوویل چې که یو طرف حکومت په قبایلي سیمو کښې د صحت نور سهولتونه لکه هسپتالونه جوړولو پروژې نه عملي کوي نو بل اړخ ته قبایلي سیمې د صحت کارډ څخه محرومه کول د قبایلي سیمو اولس سره ظلم او ناانصافي ده.
هغه اوویل چې وس چې قبایلي سیمې د صوبې برخه ګرزیدلې ده نو صوبایی حکومت له په کار دې چې د قبایلي سیمو خپله برخه ورکړې شي او دوی سره دې ظلم و نه کړې شي.
ده ووئيل د هغه وخت وفاقي حكومت د خېبرپښتونخوا حكومت ته خط جاري كړې وو چې په صوبائي بجټ كښې دې د قبائيلي ضلعو لپاره زیاتوالې وکړې شي خو صوبائې حكومت په وخت دا کار ونه كړو او اوس وايي چې وفاقي حكومت قبائيلي ضلعو ته د صحت كارډ سهولت څخه لرې کړې شوي دي.
د جنوبي وزیرستان ایم پی اې د قبایلي سیمو په وسایلو هم خبره وکړه ، هغه زیاته کړه چې د ورسک ډیم بجلي او داسې نور په قبایلي سیمو کښې په وسایلو باندې د قبایلي سیمو اولس حق دې او دوی دې ددې حق څخه محرومې نه کړې شي.
…..
دا خبرونه هو اووایې
ددې حکومت بنیادي مقصد هم دادې چې ځان لپاره این آر او واخلي: عمران خان










Leave a Reply