الیکشن کمیشن د پی ټي آیی کیس پریکړه محفوظه کړې ده

0
54

باغی ټي وي رپورټ
الېکشن کمېشن د پي ټي آئي د بهرنۍ فنډنګ د مقدمې په اړه فيصله محفوظ کړې ده.

د چيف اليکشن کميشنر په مشرۍ کښې د پي ټي آئي د بهرنۍ فنډنګ مقدمې اورېدنه وشوه چې پکښې د مالي چارو ماهر اکبر ايس بابر د اورېدنې په مهال وئيلي دي چې د پي ټي آئي فنډز کښې د آډټ اصول او معيارونه نظر انداز شوي دي، فنډ ورکوونکوي دريم ګوند نه دي، هغه زیاته کړه چې دا د پي ټي آی د مشرتابه له ځانه جوړ شوي شرکتونه دي.
په دي موقع اکبر ايس بابر اوويل چي په اول ځل کوم سياسي ګوند اليکشن کميشن کښي د فنډنګ تفصيلات ورکوي نو د هر سياسي ګوند احتساب بايد اليکشن کميشن ته اوکړے شي۔
ياده دې وي چې د پي ټي آئي د بهرنۍ فنډنګ مقدمه د اتو کالو راهسې روانه ده او اوریدنه ی کیږي.

په دې اړه چيف الېكشن كمشنر ووئيل چې د دواړو غاړو د سياسي ګوندونو مننه كوي۔د پاكستان تحريك انصاف مقدمه حتمي كړې شوې۔

ورسته د پاکستان الیکشن کمیشن د پي ټي آئي ممنوع فنډنګ کيس کښي فيصله محفوظ کړے دے۔
د چيف اليکشن کميشنر لخوا د مقدمې فيصله کولو لپاره حتمي وخت نه دی ورکړے شوی.

…………………………..

Leave a reply