WFP خبر ورکړی چې پۀ نړۍواله کچه د خوړو کمښت بحران لۀ کنټروله وتلی دی
په راپور کې افغانستان، ايتوپيا، سوماليا او جنوبي سوډان ته په اشارې سره ويل شوي چې دا هېوادونه د خوړو له داسې کمښت سره مخ کېدونکي دي چې ښايي په معاصر تاريخ کې ساری ونه لري.
(2022 / 6 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وایي، په نړۍ کې د هغو کسانو شمېر چې کافي خواړه نه لري په بې ساري ډول ډير شوی دی.
د ياد پروګرام د معلوماتو له مخې، د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۸۲ هيوادونو کې تر ۳۴۵ ميليونو ډير خلک د خوړو خونديتوب نه لري چې دا د کرونا وبا او اوکراين د جګړې نه مخکې وخت په پرتله ۲۰۰ سلنه لوړوالی ښيي.
د خوړو نړيوال پروګرام په خپل هغه راپور کې چې پرون خپور شوی ويلي چې ښايي ډير ژر د خوړو د کمښت له کبله د پيل شوي بحران کنټرول له واکه ووځي.
په راپور کې افغانستان، ايتوپيا، سوماليا او جنوبي سوډان ته په اشارې سره ويل شوي چې دا هېوادونه د خوړو له داسې کمښت سره مخ کېدونکي دي چې ښايي په معاصر تاريخ کې ساری ونه لري.
ملګرو ملتونو تر دې مخکې افغانستان کې له لوږې سره د مخ خلکو شمېر تر ۲۰ ميليونو ډير ښودلی و.